له نسايي ولادي تدریسي روغتون څخه د مالي او اداري چارو مرستیال لیدنه

IT_Director
Tue, Mar 31 2026 3:32 PM
نظارت معاون مالی و اداری از شفاخانه نسایی ولادیی

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم د خپل نظارتي بهیر په لړ کې د نسايي ولادي تدریسي روغتون د اداري چارو او روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو وضعیت کتنه وکړه. د لیدنې په جریان کې یې د روغتون له بېلابېلو برخو څخه کتنه ترسره کړه او د ناروغانو د روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو چلند، په روغتون کې د کارمندانو حضور او فعالیت او د کاري نظم او ډسپلین کچه له نږدې وکتل.

د مالي او اداري چارو مرستیال د یاد روغتون روغتیايي پرسونل اړتیاوو د پوره کولو تر څنګ د خدماتو کیفیت پر ښه والي، د اړینو توکو چمتو کولو، د روغتیا ساتنې کچې لوړوالي او د مالي او اداري چارو پر ښه تنظیم ټینګار وکړ او د شته ستونزو د له منځه تلو لپاره یې لازمې سپارښتنې وکړې.

Latest news

BACK TO NEWS