...

IT_Director
Thu, Dec 25 2025 8:56 AM
...

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سینې، زړه او رګونو ناروغیو انسټېټیوت کې د جراحي او درملنې خدماتو د ودې او ښه والي په موخه د اکرمي خیریه بنسټ په همکارۍ د ۳۸۲ زره او اته سوه افغانیو په ارزښت دوه دانې د عملیات مېزونه او یو دانه د عملیات څراغ واخیستل شول. 

د یادولو وړ ده چې دغه ډول همکارۍ د تدریسي روغتونونو د ظرفیت لوړوالي په برخه کې مهمه ونډه لري او د معیاري طبي تجهیزاتو په چمتو کېدو سره د درملنې او روزنیزو خدماتو کیفیت هم لوړېږي.

Latest news

BACK TO NEWS