د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند د سترګو تدريسي روغتون د جراحي څانګې لخوا تر انستيزۍ لاندې د لوګر ولايت د یوه ۵۰ کلن ناروغ د سترګې د بشپړ ایستلو جراحي (Enucleation) بریالی عملیات ترسره شو.

IT_Director
Tue, Dec 09 2025 9:48 AM
عمل جراحی برداشت کامل کره چشم Enucleation تحت انستیزی عمومی  بالای بیمار ۵۰ ساله از ولایت لوگر، در بخش جراحی شفاخانه تدریسی چشم پوهنتون علوم طبی کابل «ابو علی ابن سینا»  با موفقیت انجام شد. 

پوهنوال ډاکتر شيرمحمد اميرزاده د سترګو متخصص وایی چې ناروغ د ښۍ سترګې د درد او د ليد کمښت له شکايت سره روغتون ته مراجعه کړې وه. له تخصصي ارزونو او معاينې وروسته، ناروغ ته "Choroidal Melanoma" تشخیص ورکړل شو او پرېکړه وشوه چې د سترګې کره یې بشپړه وایستل شي.

د يادولو وړ ده چې تر جراحي وروسته د ناروغ عمومي حالت ښه و او له ۲۴ ساعته بستر مراقبت وروسته له روغتون څخه رخصت شو.

Latest news

BACK TO NEWS