کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سينا» درې تنه هغه فارغان چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د ایګزت آزموینې په پایلو کې یې د هېواد په کچه تر ټولو لوړې نمرې ترلاسه کړې وې د کابل طبي علومو پوهنتون...
کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سينا» درې تنه هغه فارغان چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د ایګزت آزموینې په پایلو کې یې د هېواد په کچه تر ټولو لوړې نمرې ترلاسه کړې وې د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي سید جمال آغا او یو شمېر محصلینو په حضور وستایل شو.
نجیبالله رامش د ایګزت ازموینې ۳۳۹.۷۵ نمرې د طب پوهنځي لومړی مقام ، ظهیر احمد احمدخېل د ۳۳۵.۲۵ نمرو د ستوماتولوژي پوهنځي لومړی مقام او هارون د ۳۳۰.۷۵ نمرو په درلودلو سره د هېواد په کچه د ستوماتولوژي پوهنځي دویم مقام خپل کړ.
دا په داسې حال کې ده چې کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سينا» هر کال سلګونه ځوان ډاکټران ټولنې ته د روغتیايي خدماتو لپاره وړاندې کوي.
