نن شنبه د روان کال لیندۍ میاشتې په لومړۍ نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون د ۱۴۰۴ کال د وروستي (فاینل) سمستر آزموینې په رسمي ډول پیل شوې. دغه آزموینې له وړاندې ټاکل شوي جدول مطابق په ټولو پوهنځيو کې پیل او د محصلانو لپاره منظمه، شفافه او معیاري فضا رامنځته شو
د آزموینو د لومړۍ ورځې په لړ کې د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي سید جمال آغا د کابل طبي علومو پوهنتون محصلانو د آزموینو له بهیر څخه نظارت وکړ او په ټولګیو کې د آزموینو جریان، د آزموینو د مقرراتو د تطبیق څرنګوالي، آسانتیاوو او عمومي نظم له مراعاتولو څخه ډاډ ترلاسه کړ.
د یادولو وړ ده چې د یاد پوهنتون د مني (خزاني) سمستر آزموینې به یوه میاشت دوام ومومي.
