د لابراتوار څانګې د ظرفیت لوړونې او روغتیايي خدماتو د ښه والي په موخه د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون لابراتوار لپاره له دوه میلیونه زیاتو افغانیو په ارزښت لابراتواري مواد او تجهیزات وپېرل شول.  

IT_Director
Sat, Oct 25 2025 2:49 PM
به منظور بهبود خدمات صحی و ارتقای ظرفیت بخش لابراتوار، ۹۳ قلم مواد و تجهیزات لابراتواری به ارزش بیش از دو میلیون افغانی برای شفاخانه تدریسی میوند پوهنتون علوم طبی کابل تهیه و خریداری گردید.

په دغه تجهیزاتو کې د لابراتوار اړین توکي، د تشخیصي آزمایښتونو اړین توکي او ځینې تحصصي تجهیزات شامل دي چې د تدارکاتي پړاونو له بشپړېدو وروسته د یاد روغتون لابراتوار څانګې ته وسپارل شول. 

د یادو تجهیزاتو په برابرېدو سره به د روغتون په لابراتوار کې د تشخیص ظرفیت او روغتیايي خدماتو په وړاندې کېدو کې لوړوالی راشي او همدارنګه محصلان به هم د عملي زده کړو لپاره له دغه موادو څخه ګټه واخلي.

Latest news

BACK TO NEWS