د لوړو زده کړو وزارت د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې ریاست هیئت د خپلو ارزونو راپور چې د پوهنتون ریاست، معاونیتونو، پوهنځيو او کابل طبي علومو پوهنتون اړوند تدریسي روغتونونو په کچه یې ترسره کړی و؛ د یاد پوهنتون له رهبري سره شریک کړ. 

IT_Director
Wed, Sep 03 2025 2:01 PM
هیئت ریاست نظارت و ارزیابی امور اکادمیک وزارت تحصیلات عالی، گزارش ارزیابی‌های خویش را که از سطح پوهنتون، معاونیت‌ها، پوهنځی‌ها و شفاخانه‌های مربوط پوهنتون علوم طبی کابل انجام داده بود، با رهبری این پوهنتون شریک ساخت. 

د کابل طبي علومو پوهنتون په ریاست کې په همدې اړه په جوړه شوې غونډه کې دغه هیئت خپلې پایلې او يادښتونه وړاندې کړل او د علمي کیفیت، ظرفیتونو لوړوالي، علمي او اکاډمیکو فعالیتونو همغږۍ د ښه والي په اړه یې مهم ټکي د پوهنتون له رئیس سره شریک کړل. 

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د دغه هیئت له هڅو څخه د ستاینې تر څنګ ټينګار وکړ چې د پوهنتون رهبري به په راتلونکو کاري پلانونو کې د زده کړو او روغتیایي خدماتو کیفیت لا لوړوالي لپاره وړاندې شوي موضوعات په پام کې ونیسي.

Latest news

Mon, May 26 2025 11:06 AM
Background image

...

Sheikh al-Hadith Mufti Ihsanullah Abulfaizan, the President of Kabul University of Medical Sciences, met and discussed with a delegation from the World Health Organization (WHO). This. . .

BACK TO NEWS