د بطني ځنډنۍ تروما (د ځیکردرېیمې درجې او پوښتورګو پنځمې درجې) جراحي عملیات بریالی ترسره شو

IT_Director
Tue, Jan 14 2025 12:39 PM
عمل جراحی تروما کند بطنی(تروما درجه سوم کبد و درجه پنجم کلیه) موفقانه انجام شد

د کابل ولایت اوسېدونکی یو ۲۴ کلن ځوان چې په یوه پېښه کې یې د ګېډې پر یوه برخه شدید ټپي شوی و، علي آباد تدریسي روغتون ته انتقال، له معایناتو او تشخیص وروسته یې د بطن جراحي او د بطن آنکولوژي جراحي ډيپارټمنټ متخصصانو له لوري د بطني ځنډنۍ تروما ( ځيګر درېیمې درجې تروما او پوښتورګو پينځمې درجې) جراحي عملیات په بریالي ډول تر سره شو.

پوهندوی ډاکټر محمد آصف عادلیار وایي په دغه عملیات کې د ځيګر ساده ګنډلو، د ښي پوښتورګي لاندینۍ برخې پارشل نفرکتومي، په ساده تار سره د پوښتورګي پاسنۍ برخې ترمیم او حالبي اسټنټ د تطبیق پروسیجر تر سره شو.

نوموړي زیاته کړه چې دغه ناروغ له ۷ وروځو وروسته په ښه روغتیایي وضعیت له روغتون څخه رخصت شو.

Latest news

Sun, Jan 26 2025 9:12 AM
Background image

.

According to the statistics from the Eye Hospital of Kabul University of Medical Sciences, over 2,000 patients visited the hospital in the past month, among whom 151 individuals. . .

BACK TO NEWS