له ځیګر څخه د تومور لرې کولو جراحي عملیات بریالی ترسره شو
د کابل طبي علومو پوهنتون د علي آباد تدریسي روغتون د بطن جراحي ډیپارټمنټ جراحانو او متخصصینو په جراحي عملیات سره چې شاوخوا شپږ ساعته یې دوام وکړ د یوه ۲۸ کلن ناروغ د ځیګر تومور، په بریالیتوب سره لرې کړ.
پوهندوی ډاکټر عبدالشکور شیرپور وایي، ناروغ د نس (بطن) درد او کانګو (استفراق) له امله روغتون ته راغلی وو چې د ناروغ روغتیایي مخینې او اړینو معایناتو له ارزونې وروسته د (Periampullary) تومور تشخیص شو. هغه زياته کړه، چې دغه عمليات شپږ ساعته وخت ونيولو او تومور، چې د ځيګر په قنات برخه کې وو، پرته له دې چې نورو برخو ته زيان ورسوي، په برياليتوب سره لرې شو.
همداراز ډاکټر شيرپور د ناروغ روغتيايي حالت ښه او د قناعت وړ وباله.
د يادونې وړ ده، چې دغه ناروغ تر دې وړاندې هم په يوه ګاونډي هېواد کې روغتيايي بنسټونو ته د درملنې لپاره تللى و، خو د اقتصادي ستونزو او د ډېرو پيسو د غوښتنې له امله بېرته هېواد ته راستون شو او د علي اباد په تدريسي روغتون کې يې وړيا جراحي عملیات ترسره کړ.