د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس له ستوماتولوژي تدریسي روغتون څخه لیدنه وکړه
د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس دوکتور مفتي اسد الله نجات په ستوماتولوژي تدریسي روغتون کې د ستاژرانو د زده کړې بهیر او ناروغانو لپاره د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو د څرنګوالي نظارت وکړ او د روغتیایي خدماتو پر کیفیت یې ټینګار وکړ.
همدا رنګه دوکتور نجات په دغه لیدنه کې د یاد روغتون له ډاکټرانو او کارمندانو څخه وغوښتل چې له ناروغانو سره ښه چلند وکړي او د ستونزو له منځه وړلو لپاره جدي اقدام وکړي.
له بلې خوا د دغه لیدنې په لړ کې د ستوماتولوژي تدریسي روغتون مسوولینو او ډاکټرانو خپلې ستونزې شریکې کړې چې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس له لوري یې د له منځه وړلو ژمنه وشوه.