د دیني او اصلاحي پروګرامونو د لا  ښه تنظیم او ترتیب په اړه مشورتي غونډه ترسره شوه.

IT_Director
Wed, Aug 02 2023 3:41 PM
د دیني او اصلاحي پروګرامونو د لا  ښه تنظیم او ترتیب په اړه مشورتي غونډه ترسره شوه.

د پوهنتون او کادري روغتونونو د پرسونل، او محصلینو لپاره د دیني او اصلاحي پروګرامونو د تنطیم د څرنګوالي په موخه د دعوت او ارشاد آمریت له لوري مشورتي ناسته ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د قرانکریم ترجمې او تفسیر په درسونو او د دیني موضوعاتو لارښوونې او زده کړېبزو پروګرامونو کې د کارمندانو او محصلینو د ګډون او تشویق همدا رنګه د اسلامي مسایلو په اړه د معلوماتو د ورکړې په باب هر اړخیز بحث او خبرې وشوې او د غونډې ګډونوالو د دغه پروګرامونو د ترتیب څرنګوالي، تنظیم او تطبیق په اړه خپل وړاندیزونه او نظریات وړاندې کړل.

Latest news

BACK TO NEWS