د ادارو تر منځ همغږي رامنځ ته کول د چارو د ښه والي او پرمختګ لامل کیږي او ستونزو ته د حل لار برابروي

IT_Director
Mon, Jun 19 2023 8:49 AM
د ادارو تر منځ همغږي رامنځ ته کول د چارو د ښه والي او پرمختګ لامل کیږي او ستونزو ته د حل لار برابروي

نن یکشنبه د ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالقعدې پر ۲۹ د کابل طبي علومو پوهنتون په اداري چارو کې د سمون او پرمختګ او د اړوندو آمریتونو تر منځ د ښې همغږۍ په موخه، مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم له خپلو آمرینو سره د مالي او اداري معاونیت غونډه تر سره کړه.

په پیل کې مولوي عبدالرحمن مرحوم د مسولینو وظیفوي مکلفیتونو ته په اشارې وویل اړوند آمریتونه مکلف دي چې د خپلو چارو په مختلفو اړخونو کې جدي پاملرنه وکړي او د خپلو اداري چارو د ښه‏والي او پرمختګ په برخه کې ډېره هڅه او تلاش وکړي، نوموړي زیاته کړه چې د ښې همغږۍ او پرمختګ لپاره باید آمریتونه خپل طرزالعملونه چمتو او د فعالیتونو ‏میاشتني راپورونه دې له مالي او اداري معاونیت سره شريک کړي. 

د غونډې په دوام اړونده آمرینو خپل د فعالیتونو، لاسته راوړنو، نوښتونو او ستونزو راپور وړاندې کړ او د تدارکاتي پروژو، د پوهنتون د اوبو کمښت، د انټرنېټ د چټکتیا او کتابتون په برخه کې د شته ستونزو په اړه  تر هر اړخیز بحث، نظریاتو او وړاندیزونو شرېکولو وروسته لازمې پرېکړې وشوې.

Latest news

Mon, May 26 2025 11:06 AM
Background image

...

Sheikh al-Hadith Mufti Ihsanullah Abulfaizan, the President of Kabul University of Medical Sciences, met and discussed with a delegation from the World Health Organization (WHO). This. . .

BACK TO NEWS