په علي آباد تدریسي روغتون کې د ورمېږ ډیسک بریالی عملیات ترسره شو

IT_Director
Mon, May 29 2023 8:51 AM
عملیات دیسک گردن در شفاخانه تدریسي علی آباد موفقانه انجام شد

شنبه د روان  ۱۴۴۴هـ ق کال د ذوالقعدې میاشتې پر ۷ نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند په علي آباد تدريسي روغتون کې د ورمېږ ډیسک (د مهرو تبدیل) عملیات  بریالی ترسره شو.

د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ غړي پوهاند ډاکټر احمد فواد پیرزاد چې دا عملیات یې تر سره کړی، وویل:"ناروغ د ورمېږ په ساحه کې دوامداره درد درلودل چې د درملو له کارولو سره سره بیا هم ښه نه شو. په ورمېږ کې د مهرو د درد په زیاتېدو سره، د یو بریالي عملیات په ترڅ کې د ورمېږ درې مهرې لرې او پر ځای یې د تیتانیوم فلزي مهرې ځای پر ځای شوې، چې اوس مهال د ناروغ وضعیت ښه دی". 

د هغه په وینا پر مهرو باندې ضربه یا د فشار راتلل، د عمر زیاتوالی،  درانده کارونه کول او د ورمېږ او ملا حرکت ته نه پاملرنه د ورمېږ او ملا ډېسک لاملونه دي. نوموړي زیاته کړه د ملا او ورمېږ له ډیسک څخه د مخنیوي په موخه په کاري ساحه کې د تخنیکي توکو لکه کمپوټر او موبایل کارولو پر مهال اړینو ټکو ته باید پام وشي او د درنو وزنونو له پورته کولو او بی‏ځایه حرکاتو څخه ډډه وکړو.

Latest news

Mon, May 26 2025 11:06 AM
Background image

...

Sheikh al-Hadith Mufti Ihsanullah Abulfaizan, the President of Kabul University of Medical Sciences, met and discussed with a delegation from the World Health Organization (WHO). This. . .

BACK TO NEWS