په کلني ملي علمي – څېړنیز کنفرانس کې اوه علمي مقالې وړاندې شوې
نن یکشنبه د ۱۴۴۴ هـ ق کال د شعبان المعظم پر ۲۶مه نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي کنفرانسونو په نمبر ۱ تالار کې کلنی ملي علمي–څېړنيز کنفرانس د څېړنيزو پايلو د شريکولو، د هېواد روغتيايي وضعيت د ښه والي او د څېړنې فرهنګ د ودې په موخه جوړ شو.
په دې کنفرانس کې د طب په بېلابېلو برخو کې هغه څېړنې چې ترسره شوې وې لکه: د انټي بیوټیکونو په مرسته ځاندرملنه، د شکر ناروغۍ او د روژې مبارکه میاشت، د کوویډ- ۱۹ منل او تردید، او د غاښونو طب محصلینو په منځ کې د مکروبي ناروغیو مکرره خپرېدل، د هیداتید دیافراګمي کیست او نور مهم علمي مطالب د استادانو لخوا وړاندې او د ګډونوالو سره شریک شول.
د دغه پوهنتون د تحقیقات آمر پوهنوال ډاکټر محمد ولي ناصري، وویل: چې د دغه کنفرانس اصلي موخه د ترسره شويو څېړنو د تجربو او پايلو شريکول دي هغه زیاته کړه : "څېړنه د پوهنتون بنسټ جوړوي، د یوې ټولنې د ودې او پرمختګ لامل، او د علمي څېړنو له تولید پرته یوه تحصیلي اداره نه شي کولی پرمختګ وکړي." نوموړي له استادانو وغوښتل څو زياتې څېړنې ترسره کړي کوم چې د روغتيا په برخه کې ټولنه اړتيا ورته لري.
د يادونې وړ ده، چې په دې کنفرانس کې د استادانو او څېړونکو له خوا د وړاندې شويو علمي مقالو په اړه هراړخیز بحث وشو.