د کابل طبي علومو پوهنتون رییس پوهنیار داکتر فضل الرحمن رحماني او د دغه پوهنتون د رهبرۍ یو شمېر غړو د افغانستان د طبي شورا له سرپرست رییس داکتر خلیل الله شفا سره د طبي شورا د آزموینې (Exit Exam) پر څرنګوالي، ریفرنسونو او ورته مهمو مسایلو ناسته ترسره کړه.
په یاده ناسته کې پریکړه وشوه، چې د طبي شورا آزموینې (Exit Exam) د اخیستو موضوع او دې برخه کې شته ستونزې به د لوړو زده کړو وزارت له رهبري سره شریکې او په اړه به یې لازم اقدامات ترسره شي.