د EruAsia Heart Foundation او سویس کراس موسسو ګډ هیأت د ICRC (سره صلیب نړیوالې مؤسسې) په همکارۍ د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د سینې، زړه او رګونو ناروغیو له انسټیټیوت او میوند تدریسي روغتون څخه په داسې حال کې چې د دغه پوهنتون رییس محترم پوهنیار ډاکتر فض

IT_Director
Sun, Aug 28 2022 2:04 PM
د EruAsia Heart Foundation او سویس کراس موسسو ګډ هیأت د ICRC (سره صلیب نړیوالې مؤسسې) په همکارۍ د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د سینې، زړه او رګونو ناروغیو له انسټیټیوت او میوند تدریسي روغتون څخه په داسې حال کې چې د دغه پوهنتون رییس محترم پوهنیار ډاکتر فضل الرحمن رحماني هم حضور درلود لیدنه وکړه.

یاد پلاوي د ذکر شویو تدریسي روغتونونو سره د تدریس او زده کړو په برخه کې د همکارۍ ژمنې ترڅنګ د سینې، زړه، او رګونو ناروغیو انستیتيوت سره په لاندې برخو کې د ماشين آلاتو په تمويل او تجهيز او د تدريس په برخه کې د مرستې ژمنه وکړه.

1) Cardiac Surgery

2) Anesthesia

3) Cardiac Perfusion

4) ICU

5) Cath Lab او Invasive Cardiology

همدارازEruAsia Heart Foundation په ورته وخت کې د کابل طبي علومو پوهنتون مسولینو ته د میوند تدریسي روغتون په Reconstructive plastic surgery برخه کې د ډاکټرانو د روزنې مرستې وعده هم وکړه.

له ژمنې سره سم به ياد بنسټ هر کال په دغه انستیتيوت کې تر درې سوو پورې د زړه خلاص عمليات سرته رسوي او هم مهال به ورسره د ياد انستیتيوت پرسونل ته په پورته برخو کې ټرېننګ ورکوي.

ډاکتر عبدالمطلب شینواري د سینې زړه او رګونو ناروغیو رییس د ياد بنسټ له مسولينو مننه وکړه چې له دغه انستیتيوت څخه يې ليدنه وکړه او د مرستو ژمنې او ډاډ يې څرګندکړ.

د یادولو وړده چې EruAsia Heart Foundation یو خیریه بنسټ دی چې په بېلابېلو هېوادونو کې فعالیت لري او مرکز يې په سويس هېواد کې موقعیت لري.

Latest news

BACK TO NEWS