دکابل طبي علومو پوهنتون د علوم متمم صحي پوهنځي څېړنيز کنفرانس ترسره شو

IT_Director
Thu, Aug 18 2022 1:29 PM
دکابل طبي علومو پوهنتون د علوم متمم صحي پوهنځي څېړنيز کنفرانس ترسره شو

دغه کنفرانس چې د روان ١٤٤٤ هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په ١٩ نېټه د قران عظيم شان په څو مبارکو ایاتونو تلاوت سره پيل شو، په پیل کې د دغه پوهنتون رییس محترم دوکتور فضل الرحمن رحماني خپله وینا وا وروله، نوموړي د دا ډول څېړنیزو کنفرانسونو جوړولو په اهمیت، اړتیا او ارزښت خبرې وکړي، هغه زیاته کړه، استادان باید داسې ګټور څېړنيز کنفرانسونه لا زیات چمتو کړي.

د علوم متمم صحي رییس کريم الله شهپر بیا د ياد پوهنځي د لاسته راوړنو په اړه وویل: د دغه پوهنځي د مختلفو ډيپارتمنټونو نږدې ۱۰۰ مقالې چې له ډلې يې ۲۸ په نړېوالو ژورنالونو کې چاپ شوې، ليکلې او خپرې کړې دي.

 

د یادونې وړ ده چې په دغه کنفرانس کې د یادو ۲۸ مقالو له ډلې چې په نړېوالو معتبرو طبي ژورنالونو کې چاپې شوې؛ څلور يې د کنفرانس په بڼه وړاندې شوې.

Latest news

BACK TO NEWS