د کابل طبي علومو پوهنتون د سينې، زړه او رګونو ناروغیو په انستیتیوت کې د يو باب مسجد د جوړولو چارې پيل شوې.

IT_Director
Sun, Aug 14 2022 3:57 PM
د کابل طبي علومو پوهنتون د سينې، زړه او رګونو ناروغیو په انستیتیوت کې د يو باب مسجد د جوړولو چارې پيل شوې.

د دغه مسجد د جوړولوچارې د کابل طبي علومو پوهنتون د مالي او اداري مرستیال ښاغلي انجينر عظيم الله کامران آخندزاده او د یاد روغتون د رییس ډاکتر عبدالمطلب شينواري او د نشراتو او عامه اړیکو آمر په حضور کې پيل شوې.

ياد مسجد په ۱۵۰ متره مربع ځمکه او دوو پوړونو کې د ۴۵ کاري ورځو په موده کې د دغه انستیتیوت د کارکوونکو او ملي تجارانو په مالي مرسته جوړېږي، چې په يوه وخت کې به د ۱۰۰ تنه لمونځ کوونکو د ځاېدو ظرفیت ولري.

Latest news

BACK TO NEWS