په کابل طبي علومو پوهنتون کې د کلینیکي مشاهدې یا (OSCE) لومړنۍ آزموینه واخیستل شوه

IT_Director
Mon, Apr 25 2022 8:25 AM
په کابل طبي علومو پوهنتون کې د کلینیکي مشاهدې یا (OSCE) لومړنۍ آزموینه واخیستل شوه

نن یکشنبه ( ۴ ـ ثور ـ ۱۴۰۱ ) د ستوماتولوژي پوهنځي د داخلې ستوماتولوژي څانګې د ۲۰ تنو ښځینه ستاژیرانو، لومړنۍ کلینیکي مشاهدې آزموینه (OSCE) د کابل طبي علومو پوهنتون ابو علي ابن سینا درئیس ښاغلي پوهنیار دوکتور فضل الرحمن رحماني په حضور کې د دغه پوهنتون اړوند د طبي زده‌کړو د ودې ریاست( EDC ) د کلینیکي مشاهدې آزموینې په مرکز کې واخیستل شوه.

په پیل کې د طبي زده کړو د ودې(EDC) رئیس او د دې آزموینې څارونکي پوهاند دوکتور محمد فرید برنایار د کلینیکي مشاهدې آزموینې د پروسې په اړه خبرې وکړې او د ستاژیرانو لپاره یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه د کابل طبي علومو پوهنتون ابو علي ابن سینا رئیس ښاغلي رحماني د لومړنۍ کلینیکي مشاهدې ازموینې ترسره کېدل یو مثبت او مهم ګام وباله او د دې پروسې په لا زیاتې پراختیا او پرمختګ یې ټینګار وکړ.

د کلینیکي مشاهدې آزموینه د پارا کلینیکي او کلینیکي څانګو کې یو فعال، معقول او بنسټیز ډول ازموینه ده چې د دقیقې ارزونې وړتیا لري.

دغه مرکز چې په ۱۳۹۷ کال کې د کابل طبي علومو پوهنتون ابو علي ابن سینا اړوند د طبي زده کړو د ودې ریاست (EDC) تر چتر لاندې جوړ او پرانیستل شو، نن یې د داخلې ستوماتولوژۍ څانګې له ستاژیرانو څخه د عملي ازموینې په اخیستو سره په رسمي ډول خپل فعالیت پیل کړ.

Latest news

BACK TO NEWS