کابل طبي پوهنتون کې محصلینو ته د شرعي لار ښوونو په موخه غونډه تر سره شوه !

IT_Director
Tue, Mar 08 2022 4:04 PM
محفلی به هدف رهنمای‌های شرعی برای محصلین پوهنتون علوم طبی کابل برگزار شد

سه شنبه 17 ـ کب ـ 1400

دغه غونډه چې د کابل طبي علومو پوهنتون کې جوړه شوې وه ، د پوهنتون مالي او اداري مرستیال انجنیر عظیم الله کامران اخندزاده، د لوړو زده کړو وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رییس مولوي شاکرالله وحدت، د پوهنتون  استادانو، کارکوونکو او محصلینو په کې برخه اخیستې وه.

ښاغلي مولوي شاکرالله وحدت د لوړو زده کړو وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رییس، له محصلینو سره،  ګڼ شمیر اسلامي لارښونې شریکې کړې؛

نوموړي د اسلام د مبين دين له نظره په ټولنه کې د ټولو علومو، په ځانګړې ډول د طب علم  د ارزښت او اهميت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د ا.ا.ا موخه په هیواد کې  د طب برخې ته  ځانګړې پاملرنه او د هغې کیفیت لوړول دي او هڅه کوي چې د اسلامي ارزښتونو سره سم ډاکټران او روزل شوي متخصصین ټولنې ته وړاندې کړي، تر څو  زموږ هېواد په روغتيايي برخه کې پر ځان بسيا شي.

مولوي وحدت په هیواد کې په یووالي، اخوت او د تعصب او توکم پالنې په له منځه وړلو باندې ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې  په ا.ا.ا کې د ټولو حقوق یو ډول او خوندي دي.

Latest news

Mon, May 26 2025 11:06 AM
Background image

...

Sheikh al-Hadith Mufti Ihsanullah Abulfaizan, the President of Kabul University of Medical Sciences, met and discussed with a delegation from the World Health Organization (WHO). This. . .

BACK TO NEWS