د کابل طبي پوهنتون د سترګو ناروغیو کادري روغتون رییس معرفی شو .

IT_Director
Tue, Feb 08 2022 9:24 AM
د کابل طبي پوهنتون د سترګو ناروغیو کادري روغتون رییس معرفی شو .

یک شنبه ۱۷ سلواغه ۱۴۰۰

محترم پوهنیار ډاکتر فضل الرحمن رحماني د طبي علومو پوهنتون رییس دسترګو ناروغیو روغتون لپاره ښاغلی ډاکتر محمد بشیر عثماني رسماً د ياد روغتون ډاکترانو او کارکونکو ته ور وپېژانده.

د کابل د طبي علومو پوهنتون رییس د سټرګو ناروغیو د روغتون رییس ښاغلي عثماني ته د خدای تعالی له درباره څخه د بریالیتوب غوښتنه وکړه او د دغه روغتون له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل چې د روغتون د ښه والي، ظرفیت لوړونې، او محصلینو د تدریس او ناروغانو ته د باکیفیته خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې جدي هڅې وکړي؛

څو دغه روغتون په راتلونکي کې د سترګو د درملنې په برخه کې ښې لاسته راوړنې ولري.

دسترګو روغتون رئیس ښاغلي عثماني د کابل د طبي علومو پوهنتون د مشرتابه له باور څخه مننه وکړه او د روغتون د چارو د ښه والي، د محصلینو د تدریس لپاره د ښه چاپېریال د برابرولو، ناروغانو ته د صادقانه خدمتونو او نورو بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ډاکټر محمد بشیر عثماني د ننګرهار پوهنتون دطب پوهنځي څخه فارغ او د سټرګو په برخه کې تخصص لري.