د "له نن څخه زر کاله دمخه د احادیثو د راویانو ځانګړنې او حساسیتونه" څېړنیز راپور ارایه کول

دا څېړنیز راپور چې د کابل ابو علي ابن سینا طبي علومو پوهنتون د فارمکولوژي دیپارتمنت استاد ښاغلي پوهاند ډاکتر احمد فرید دانش په وسیله چمتو او د سودان هیواد په طبي مجله کې خپور شوی دی، نن دوشنبه د ۱۳۹۸ لمریز کال مرغومي (جدي) میاشت په ۱۶ نېټه د کابل ابو علي ابن سینا طبي علومو پوهنتون رئیس ښاغلي پوهاند ډاکتر وحیدالله مومند، د یاد پوهنتون رهبري پلاوي غړیو او یو شمېر استادانو په حضور کې د طبي علومو پوهنتون د علمي کنفرانسونو په تالار کې ارایه شو.
د پوهنتون رئیس لومړی ښاغلي پوهاند ډاکتر دانش ته د دې څېړنې د ترسراوي او خپرولو له امله مبارکي وویله او په اکادمیکو بنسټونو کې د علمي څېړنو ترسراوی یې یوه اساسي او لازمي اړتیا وبلله. همدارنګه د پوهنتون رئیس له ټولو استادانو وغوښتل، چې د لا ډېر علم، پوهې او نویو معلوماتو د ترلاسي لپاره باید په خپلو اړوندو برخو کې څېړنې ترسره کړي. دغه راز د پوهنتون رئیس وویل، چې د پوهنتون رهبري پلاوی هڅه کوي، چې د ټولو استادانو د څېړنو لپاره لا غوره امکانات او ښه زمینه برابره کړي.
بیا ښاغلي پوهاند ډاکتر احمد فرید دانش په دې غونډه کې د پوهنتون رئیس، اداري پلاوي او استادانو له ګډون کولو مننه وکړه او خپل څېړنیز راپور یې ټولو ګدونوالو ته ارایه کړ، چې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو. په پای کې هم هغه پوښتنې چې ګډونوالو د اړوندې څېړنې په هکله لرلې هغه یې مطرح کړې، چې د ښاغلي پوهاند ډاکتر دانش له لوري د بحث وړ ټولو اړوندو پوښتنو ته ځواب وویل شوې.