د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن‌سینا» رهبري د هڅو په دوام د تدریسي روغتونونو د تشخیصي امکاناتو د پیاوړتیا لپاره د یوې سوداګریزې کمپنۍ

IT_Director
Mon, Jul 13 2026 9:27 AM
در ادامه تلاش‌های رهبری پوهنتون علوم طبی کابل «ابوعلی ابن‌سینا» برای تقویت امکانات تشخیصی شفاخانه‌های تدریسی

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن‌سینا» رهبري د هڅو په دوام د تدریسي روغتونونو د تشخیصي امکاناتو د پیاوړتیا لپاره د یوې سوداګریزې کمپنۍ په همغږۍ د وینې د الکترولایتونو د سنجش یوه دستګاه (Electrolyte Care Well Machine) د ۲۹۷ زره افغانیو په ارزښت د میوند تدریسي روغتون لابراتوار ته تهیه او وسپارل شوه.

دغه دستګاه د وینې د الکترولایتونو په دقیق سنجش سره د ناروغیو په چټک تشخیص او دخدمتونو په غوره وړاندې کولو کې مهم رول لري، او د یاد روغتون د لابراتواري خدمتونو د کیفیت د لوړولو په برخه کې یو اغېزناک ګام ګڼل کېږي.