د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو ته د افتخاري درسونو پروګرام د یو شمېر محصلانو په ګډون د هیواد مخورو علمای کرامو لخوا په دغه پوهنتون کې پیل شو.
دغه پروګرامونه د عصري او مسلکي علومو د زده کړې تر څنګ له دیني علومو، عقیدتي او اسلامي ارزښتونو سره د محصلانو د لا بلدتیا په موخه ترسره کېږي څو محصلان وکولای شي د تخصصي زده کړو سربېره له دیني معلوماتو هم برخمن شي.
په دغه درې ورځني پروګرام کې به د شیخ الحدیث خلیفه صاحب محب الله ترابي او شیخ الحدیث مولوي نقیب الله حقاني له لوري بېلابېل دیني، عقیدتي او روزنیز موضوعات وړاندې شي.
د یادولو وړ ده چې د یاد پروګرام په لومړۍ ورځ به د طب، په دویمه ورځ د نرسنګ او عامې روغتیا او په درېیمه ورځ به د ستوماتولوژي او روغتیايي تکمیلي علومو پوهنځیو محصلان ګډون وکړي.
