د کابل طبی علومو پوهنتون اړوند د اړیکو او عامه پوهاوي (نشراتو) آمریت د دیني ارزښتونو د پوهاوي او ترویج په موخه د روژې مبارکې میاشتې په اړه معلوماتي بروشر چمتو او ویشلی دی.

IT_Director
Sun, Mar 08 2026 9:00 AM
د کابل طبی علومو پوهنتون اړوند د اړیکو او عامه پوهاوي (نشراتو) آمریت د دیني ارزښتونو د پوهاوي او ترویج په موخه د روژې مبارکې میاشتې په اړه معلوماتي بروشر چمتو او ویشلی دی.

په یاد بروشر کې د روژې مبارکې میاشتې  فضیلتونو، د روژې نیولو اهمیت او د قدر شپې د فضایلو او منزلت په اړه معلومات وړاندې شوي. دې آمریت مسؤولین وایي چې د دې بروشر د چمتو کولو او خپرولو موخه د روژې مبارکې میاشتې معنوي ارزښتونو په اړه د محصلانو، کارکوونکیو او مراجعینو د پوهاوي کچې لوړول دي.

د یادونې وړ ده چې دغه آمریت د پوهنتون علمي او اداري فعالیتونو او همدارنګه د تدریسي روغتونونو د خدماتو په اړه د اغېزمنې خبرتیا لپاره په دوامداره توګه بېلابېل معلوماتي بروشرونه او مطالب چمتو کړي او خپاره کړي.
 

Latest news

BACK TO NEWS