د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د بطني جراحي او بطني آنکولوژي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۳۵ کلن ناروغ د کيڼ ادرنال (Left Adrenalectomy) غدې تومور لرې کولو جراحي عملیات په بریالیتوب ترسره کړ.   

IT_Director
Sat, Feb 28 2026 11:50 AM
عمل جراحی برداشت تومور بزرگ غده ادرنال چپ (Left Adrenalectomy) بیمار ۳۵ ساله توسط داکتران دیپارتمنت جراحی بطنی و آنکالوژی بطنی شفاخانه تدریسی علی آباد پوهنتون علوم طبی کابل«ابو علی ابن سینا» با موفقیت انجام شد. 

د دغه ډيپارټمنټ غړی پوهنیار ډاکټر احمد عمر امیري وایي چې ناروغ له دوه کلونو را هیسې د کيڼ اړخ درد، د زړه ټوپ وهلو، زیات خولې کېدلو او سردرد څخه شکایت درلود. له بشپړ معایناتو او لازمو ارزونو وروسته د ناروغ د کيڼ ادرنال (Left  Adrenal PheoChromoCytoma) په غده کې د (۸×۷×۵) سانتي مترو په اوږدوالي تومور تشخیص شو او د دغه ډول تومور وظیفوي ماهیت او رامنځته کېدونکو خطرونو ته په کتو سره یې د جراحي عملیات ترسره کېدو پرېکړه وشوه چې تر عملیات وروسته د پتالوژي ډيپارټمنټ له لوري د کتل شوې نمونې راپور هم د (Benign Pheochromocytoma) تومور تایید کړ.

د یادولو وړ ده چې له عملیات وروسته د ناروغ وضعیت د ډاډ وړ بلل شوی او له څلور ورځې بستر وروسته د نورمال روغتیايي حالت په لرلو سره له روغتون څخه رخصت شو.

Latest news

BACK TO NEWS