د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» استادانو او څېړونکو د علمي ظرفیت لوړونې په موخه د پروپوزل لیکنې، څېړنو لارو چارو، او څېړنیز راپور لیکلو روزنیز ورکشاپ پیل شو.
په دغه ورکشاپ کې به چې د اته ورځو لپاره دوام لري د علمي څېړنو لارو چارو او څيړنیز راپور لیکنې معیاري لارو چارو اړوند مهمو او اساسي موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې شي.
د یادولو وړ ده چې د دغه ورکشاپ جوړېدل په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د څېړنو فرهنګ بنسټیز کېدو او علمي څېړنو کچې د لوړوالي لپاره اغېزناک ګام بلل کېږي
