په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د عامې روغتیا وزارت او نظامي تخصصي روغتونونو د ۱۴۰۵ کال تخصص بشپړولو بستونو د داخلېدو (Entrance) آزموینه د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال قاري عبدالولي صديقي...
په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د عامې روغتیا وزارت او نظامي تخصصي روغتونونو د ۱۴۰۵ کال تخصص بشپړولو بستونو د داخلېدو (Entrance) آزموینه د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال قاري عبدالولي صديقي ، د آزموینو ملي ادارې تخنیکي او مسلکي مرستیال شیخ رحیم الله حقاني او دغه پوهنتون رئیس شیخالحدیث مفتي احسانالله ابوالفیضان په حضور پیل شوه.
د آزموینې د پیل پر مهال د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په خپله وینا کې د علم او آزموینې د ارزښت او اړتیا په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې اسلامې امارت د عصري او دیني زده کړو په برخه کې زیاتې هڅې کړي څو په هره برخه کې د ټولنې اړتیاوې پوره شي.
په همدی حال کې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین قاري عبدالولي صديقي او د آزموینو ملي ادارې تخنیکي او مسلکي مرستیال شیخ رحیم الله حقاني ویناوې وکړې او د آزموینې د شفافیت او معیار په اړه یې نوماندانو ته ډاډ ورکړ.
د یادولو وړ ده چې دغه آزموینه به د ټاکل شویو اصولو او طرزالعملونو سره سم، په منظمه او شفافه فضا کې ترسره شي.
