په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري په روغتونونو کې د ډاکټرانو، متخصصانو، او نوکریوالانو د مسوولیتونو لارښود په اړه
په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري په روغتونونو کې د ډاکټرانو، متخصصانو، او نوکریوالانو د مسوولیتونو لارښود په اړه علمي کنفرانس د دغه پوهنتون رئيس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان، د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو رئیس سردار ولي صالحي، د نظارت او ارزونې رئیس حافظ مولوي احمد الله حماد، د کابل طبي علومو پوهنتون استادانو، ډاکټرانو او تدریسي روغتونونو د رئیسانو په حضور وړاندې شو.
په دغه کنفرانس کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د یاد لارښود په تړاو وویل چې د ژوند په ټولو چارو کې د دیني اصولو مراعات کول زموږ ټولو مسوولیت دی او باید خپلې چارې په اخلاص، ښه نیت او نېکه اراده ترسره کړو. نوموړي په ښه ډول د دغه لارښود په عملي کېدو ټنیګار وکړ.
ورسته بیا د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو رئیس سردار ولي صالحي د یاد لارښود د ارزښت په اړه معلومات وړاندې کړل او په تدریسي روغتونونو کې یې د ټولو مسوولینو له لوري د عملي کېدو غوښتنه وکړه.
د پروګرام په دوام د دغه پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند دوکتور نجیب الله امرخېل د یاد کنفرانس موضوعات د پرزنټېشن په ډول تشریح کړل او د ګډونوالو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
د یادولو وړ ده چې دغه لارښود د لوړو زده کړو وزارت له لوري په روغتونونو کې د تدریسي او روغتیايي خدماتو د وړاندې کېدو کیفیت ښه والي او ستونزو له منځه وړلو په موخه جوړ شوی دی.
