کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سينا» درې تنه هغه فارغان چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د ایګزت آزموینې په پایلو کې یې د هېواد په کچه تر ټولو لوړې نمرې ترلاسه کړې وې د کابل طبي علومو پوهنتون...

IT_Director
Tue, Dec 02 2025 2:18 PM
انجام

کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سينا» درې تنه هغه فارغان چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د ایګزت آزموینې په پایلو کې یې  د هېواد په کچه تر ټولو لوړې نمرې ترلاسه کړې وې د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي سید جمال آغا او یو شمېر محصلینو په حضور وستایل شو.

نجیب‌الله رامش د ایګزت ازموینې ۳۳۹.۷۵ نمرې د طب پوهنځي لومړی مقام ، ظهیر احمد احمدخېل د ۳۳۵.۲۵ نمرو د ستوماتولوژي پوهنځي لومړی مقام او هارون  د ۳۳۰.۷۵ نمرو په درلودلو  سره د هېواد په کچه د ستوماتولوژي پوهنځي دویم مقام  خپل کړ.

دا په داسې حال کې ده چې کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سينا» هر کال سلګونه ځوان ډاکټران ټولنې ته د روغتیايي خدماتو لپاره وړاندې کوي.

Latest news

BACK TO NEWS