د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترګو تدریسي روغتون د معلوماتو پر اساس په تېره یوه میاشت کې ۳۲۳۲ تنه ناروغانو ته سراپا (OPD) خدمات وړاندې شوي دي.

IT_Director
Wed, Nov 26 2025 1:45 PM
بر اساس معلومات ارایه شده، شفاخانه تدریسی چشم پوهنتون علوم طبی کابل«ابوعلی ابن سینا» در جریان یک ماه گذشته برای ۳۲۳۲ تن خدمات سراپا(OPD) را ارائه کرده است.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترګو تدریسي روغتون د معلوماتو پر اساس په تېره یوه میاشت کې ۳۲۳۲ تنه ناروغانو ته سراپا (OPD) خدمات وړاندې شوي دي. همدا رنګه د جراحي په برخه کې د ۲۰۲ تنه ناروغانو بېلابېل جراحي عملیاتونه او د ۲۹۲ تنه نورو ناورغانو لابراتواري معاینات هم ترسره شوي دي.

له بلې خوا د ناروغانو د سترګو لید د ښه والي او لیدنې ستونزو د له منځه وړلو لپاره د سترګو تدریسي روغتون ۲۶۲ تنه ناروغانو ته عینکې هم توزېع شوې دي.  

د یادولو وړ ده چې د روغتیايي خدماتو د لا ښه والي لپاره یاد روغتون هڅه کوي څو په راتلونکي کې هم ناروغانو ته غوره او معیاري خدمات وړاندې کړي.

Latest news

BACK TO NEWS