د کابل طبي علومو پوهنتون رئيس او لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس په حضور د دغه پوهنتون محصلانو ته د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د «شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې» تر عنوان لاندې روزنیز اصلاحي سیمینار ترسره شو.  

IT_Director
Wed, Nov 12 2025 2:23 PM
آمریت دعوت و ارشاد پوهنتون علوم طبی کابل سمینار اصلاحی و آموزنده‌ را در رابطه به رساله « اثرات اطاعت در استحکام نظام شرعی» برای محصلان این پوهنتون با حضور رئیس پوهنتون علوم طبی کابل، رئیس دعوت و ارشاد وزارت تحصیلات عالی برگزار کرد.

دغه سیمینار کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د «شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغېزې» تر عنوان لاندې د سیمینار ګډونوالو ته هر اړخیزه او علمي وینا  وړاندې کړه. نوموړي په خپله وینا کې وویل چې اطاعت د ایمان یوه نښه او لوی عبادت دی او د اسلامي نظام استحکام د الهي احکامو او شرعي امراوو  اطاعت کول دي. 

د پروګرام په دوام د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ الحدیث مولوي حکمت الله حکمت هم په دنیا کې د انسان د پیدایښت موخې، نیت او د اطاعت ارزښت په اړه خبرې وکړې او محصلان یې دیني ارزښتونو ته په نیت او پابندۍ کولو کې اخلاص درلودلو ته و هڅول.

Latest news

BACK TO NEWS