د کابل ولایت اوسېدونکی یو ۲۲ کلن ناروغ چې د مغز تومور له ناروغۍ ځورېده، د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اعصابو جراحي په څانګه کې یې بریالی جراحي عملیات ترسره شو.

IT_Director
Sun, Nov 09 2025 2:16 PM
یک بیمار ۲۲ ساله، باشندهٔ ولسوالی شکردرهٔ کابل، که از تومور مغزی رنج می‌برد، در بخش جراحی اعصاب شفاخانه تدریسی علی آباد پوهنتون علوم طبی کابل تحت عمل جراحی موفقانه قرار گرفت.

د ډاکټر رحمت الله نورزي په وینا « له دې وړاندې د دغه ډول عملیاتونو ترسره کېدل په افغانستان کې له جدي ستونزو سره مخ وو او ناروغان به د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته لېږل کېدل؛ مګر اوس افغان ډاکټرانو دا وړتیا ترلاسه کړې څو په هېواد د ننه د مغز پېچلي عملیاتونه په بریالیتوب ترسره کړي.»

ډاکټر نورزي زیاته کړه یاد ناروغ له هر ډول روغتیايي ستونزو پرته په داسې حال کې چې څهره یې له موسکا او امید ډکه وه؛ له روغتون څخه په ښه روغتیايي حالت کې رخصت شو.

Latest news

BACK TO NEWS