د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند طبي انجنیري ټکنالوجۍ ډيپارټمنټ د لاسته راوړنو په دوام د دغه ډيپارټمنټ یو شمېر فارغان د انکوباتور (Incubator Machine) ماشین چې د زېږون له مودې مخکې او کم وزن لرونکو ماشومانو په مراقبت کې رغنده ونډه لري؛ په طراحي او جوړولو...

IT_Director
Mon, Oct 27 2025 9:29 AM
در ادامهٔ دستاوردهای دیپارتمنت تکنالوژی انجنیری طبی پوهنتون علوم طبی کابل، شماری از فارغان این دیپارتمنت موفق به طراحی و ساخت ماشین انکوباتور (Incubator Machine) گردیده‌اند؛ دستگاهی که نقش حیاتی در مراقبت از نوزادان نارس و کم‌وزن دارد.

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند طبي انجنیري ټکنالوجۍ ډيپارټمنټ د لاسته راوړنو په دوام د دغه ډيپارټمنټ یو شمېر فارغان د انکوباتور (Incubator Machine) ماشین چې د زېږون له مودې مخکې او کم وزن لرونکو ماشومانو په مراقبت کې رغنده ونډه لري؛ په طراحي او جوړولو بریالي شول. 

دغه انکوباتور د نویو زېږېدلیو ماشومانو لپاره د تود، مرطوب او پاک چاپېریال رمنځته کولو په موخه جوړ شوی دی تر څو د هغوی د طبیعي ودې بهیر په ثابتو او د کنټرول وړ شرایطو کې دوام ومومي. یاد ماشین د تودوخې ساتلو شیشه يي صندوق په ډول جوړ شوی چې د تودوخې او رطوبت د خودکار کنټرول، د هوا جریان تنظیم او ډيجیټلي دقیق سانسور درلودونکی دی. 

د طبي انجنیري ټکنالوجۍ مسوولینو په وینا دغه ماشین د ۳۵ تر ۳۷.۵ سانتي ګريډ تودوخې او شاوخوا ۵۰ تر ۷۰ سلنې رطوبت ساتلو وړتیا لري، همدارنګه د ډيجيټل سکرین، د حفاطتي او تودوخې درجې ښودلو سیستم لرونکی دی چې د تودوخې ناڅاپي زیاتوالي یا کموالي په وخت کې لازم آواز کوي.

Latest news

BACK TO NEWS