یو درې کلن ماشوم چې د ښي اړخ سترګې د (Retinoblastoma) سرطان له امله کړېده د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند سترګو تدریسي روغتون کې یې بریالی جراحي عملیات تر سره شو.

د سترګو تدریسي روغتون رئیس ډاکټر محمد بشیر عثماني په وینا، Retinoblastoma په ماشومانو کې د نادرو سرطانونو له ډلې څخه دی او له کره معایناتو وروسته تشخیص شوه چې د دغه ماشوم د ښي اړخ سترګې شبکیه برخه کې سرطان شتون لري چې د ناروغۍ د پرمختګ مخنیوي په موخه یې د (Enucleation) سترګې لرې کولو جراحي عملیات ترسره شو.
د سترګې څخه اخیستل شوې نمونه د لازیاتې کتنې لپاره د پتالوژي لابراتوار ته لېږل شوې ده او د درملنې ټیم د ماشوم وضعیت د څارنې له دوام خبر ورکړی دی.