د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس، شيخ الحديث مفتي احسانالله ابوالفيضان، په کاناډا کې د سوري میموریال روغتون د صدري جراحي برخې رئیس، د صدري جراحي متخصص داکتر احمدشاه اشرفي او یو شمېر نورو کاناډايي ډاکترانو او متخصصینو سره لیدنه وکړه.

په دغه ليدنه کې دواړو لوريو د انکولوژي (سرطاني ناروغیو تشخیص او درملنې) په برخه کې د همکاریو پراخېدو او د ډاکترانو د علمي او مسلکي ظرفیت پر لوړوالي بحث او خبرې وشوې.
همداراز، دواړو لوریو د یو رسمي هوکړه لیک په چوکاټ کې د همکاریو پر پراخېدو ټينګار وکړ، څو د تجربو شریکولو، تخصصي روزنې او نورو طبي برخو په تېره بيا د انکولوژۍ په برخه کې د ظرفیت لوړونې زمینه برابره شي.