د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم په مشرۍ، د پوهنځیو او روغتونونو د رئیسانو او دغه کمېټې غړیو په حضور د پوهنتون د ستراتیژیک پلان کمېټې غونډه ترسره شوه.

IT_Director
Wed, Oct 08 2025 11:42 AM
د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم په مشرۍ، د پوهنځیو او روغتونونو د رئیسانو او دغه کمېټې غړیو په حضور د پوهنتون د ستراتیژیک پلان کمېټې غونډه ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د آجنډا مطابق یو لړ موضوعاتو په اړه چې له اړوندو برخو څخه د ستراتیژیک پلان د تطبیق کلني نظارت راپور لېږل، د پوهنتون پنځه کلن ستراتيژیک پلان نوې مسودې څرنګوالی، د نیازسنجۍ فورمونو تهیه او اړوندو مراجعو ته  لېږل او یو شمېر نور مهم اداري او د پلان جوړونې موضوعات پکې شامل وو، بحث او د نظرونو تبادله وشوه. 

د ناستې په دوام د کمېټې غړیو د ستراتيژیک پلان د تطبیق بهیر د ښه والي  او پوهنتون د راتلونکو پروګرامونو د تنظیم او اغېزمنتیا په اړه خپل لیدلوری او پېشنهادونه شریک کړل.

Latest news

BACK TO NEWS