د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند سترګو تدریسي روغتون د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې زرګونه ناورغانو او مراجعینو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.

IT_Director
Thu, Sep 25 2025 11:16 AM
در شش ماه اول سال جاری، شفاخانه تدریسی چشم پوهنتون علوم طبی کابل « ابوعلی ابن سینا»  به هزاران بیمار و مراجعین خدمات صحی ارایه کرده است.

د سترګو تدریسي روغتون د معلوماتو پر بنسټ په دغه موده کې ۱۲زره، ۸۴۴ تنه ناروغانو ته سراپا OPD خدمات، ۷۰۲ تنو ته د داخل بستر خدمات، ۹۲۰ تنو ته د لابراتواري معایناتو د تشخیص او ۷۰۰ تنه ناروغانو ته د جراحي عملیاتونو خدمات ترسره شوي چې ۱۸تنه ناروغانو ته لایزري عملیاتونه هم په کې شامل دي.

همدا رنګه ۱۱۷۴ هغه مراجعینو ته چې د لیدلو کمزوري او ستونزې یې لرلې  عینکې هم توزېع شوي دي

Latest news

BACK TO NEWS