د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د اورتوپيدي ډيپارټمنټ د جراحي ټیم د بدخشان ولایت اوسېدونکي یو ۴۰ کلن ناروغ د ملا ډېسک اندوسکوپيک  (Endoscopic Lumbar Discectomy) جراحي عملیات په بریالي ډول ترسره کړ. 

IT_Director
Tue, Sep 16 2025 9:55 AM
تیم جراحی دیپارتمنت اورتوپیدی شفاخانه تدریسی علی‌آباد پوهنتون علوم طبی کابل « ابو علی ابن سینا» عمل جراحی به روش  Endoscopic Lumbar Discectomy را با موفقیت روی بیمار ۴۰ ساله‌ باشندۀ ولایت بدخشان، انجام داد.

د دغه ډيپارټمنټ غړي ډاکټر سید فاروق جلال په وینا، ناروغ له درې کلونو راهیسې د ملا شدید درد، چپې پښې له بې حسۍ او شخ والي څخه شکایت درلود، چې په وروستیو شپږو میاشتو کې یې د پښې درد زیاتوالی موندلی و او له دوه دقیقو زیات پلي مزل توان یې نه درلود. له بشپړ معایناتو وروسته د MRI پایلو وښودله چې د ملا تیر په L4 او 5L  برخو کې disc herniation شتون لري چې د یاد تشخیص پر اساس یې د Endoscopic Lumbar Discectomy اندوسکوپيک جراحي عملیلت ترسره شو.  

د یادولو وړ ده چې په بریالي ډول د دغه پروسیجر ترسره کېدو وروسته ناروغ هېڅ ډول ناوړه احساس او یا هم منفي جانبي نښې نه درلودې او د ملا درد او پښو بې حسي یې بشپړ له منځه تللې ده او ناروغ اوس د نورمال قدم وهلو ځواک ترلاسه کړی دی.

Latest news

Mon, May 26 2025 11:06 AM
Background image

...

Sheikh al-Hadith Mufti Ihsanullah Abulfaizan, the President of Kabul University of Medical Sciences, met and discussed with a delegation from the World Health Organization (WHO). This. . .

BACK TO NEWS