...

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم د روغتیايي موسسو چارو مرستیال ډاکټر محمد هاشم ځاځي په ملتیا له نسايي ولادي تدریسي روغتون څخه لیدنه وکړه. دغه لیدنه د یادو روغتونونو د کاري وضعیت، روغتیايي خدماتو او اداري نظم د کتنې په موخه ترسره شوه.
له بلې خوا د نظارت په لړ کې د پوهنتون رهبري هیئت د روغتونونو د بېلابېلو برخو له کارمندانو سره د خبرو تر څنګ؛ د خدماتو کیفیت لوړوالي پر اړتیا او کاري اصولو پر مراعاتولو، او په روغتونونو کې شته ستونزو او اړتیاوو ته د پاملرنې لپاره د اړوندو ادارو تر منځ په همغږۍ هم ټينګار وشو.