د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون کارمندانو د دیني درسونو آزموینه د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست استازي او مدرس مفتي ولي محمد محمدي او دکابل طبي علومو پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت مسوولینو په حضور واخیستل شوه. 

IT_Director
Sat, Aug 02 2025 1:34 PM
امتحان دروس دینی از کارمندان شفاخانه تدریسی علی‌آباد با حضور مفتی ولی محمد محمدی، مدرس و نماینده ریاست ارشاد و دعوت وزارت تحصیلات عالی و نمایندگان امریت دعوت و ارشاد پوهنتون علوم طبی کابل، برگزار گردید.

مفتي محمدي د آزموینې له بهیر څخه د نظارت تر څنګ په خپله وینا کې د دیني او عصري علومو د زده کړې ارزښت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په دیني مسایلو باندې پوهه کولای شي د وګړو په کاري اخلاقو کې اغېزناکه ونډه ولري.  

د کابل طبي علومو پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت مسوولینو په وینا په کاري چاپېریال په ځانګړې توګه په روغتونونو کې د دغه ډول پروګرامونو تطبیق د کارمندانو په اخلاقو، کړنو او لیدلوریو کې مثبت اغېز لري او د هغوی د کار، کړنو او اسلامي ارزښتونو ترمنځ د همغږۍ لامل شوی دی.

Latest news

Mon, May 26 2025 11:06 AM
Background image

...

Sheikh al-Hadith Mufti Ihsanullah Abulfaizan, the President of Kabul University of Medical Sciences, met and discussed with a delegation from the World Health Organization (WHO). This. . .

BACK TO NEWS