د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون د غوږ، ستوني او پزې څانګې ډاګټران د یو بریالي نادر عملیات خبر ورکوي چې پکې د یو ۵۰ کلن ناروغ له ستوني څخه د یو بهرني ژوندي جسم(ژوره) ایستل شوې ده.  

IT_Director
Tue, Jul 22 2025 2:22 PM
د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون د غوږ، ستوني او پزې څانګې ډاګټران د یو بریالي نادر عملیات خبر ورکوي چې پکې د یو ۵۰ کلن ناروغ له ستوني څخه د یو بهرني ژوندي جسم(ژوره) ایستل شوې ده.  

دغه عملیات د غوږ، ستوني او پزې څانګې په وینا، ناورغ له پينځو ورځو راهیسې له خولې څخه د وینې راتلو له نښو، په ستوني کې د کوم څيز د حرکت احساس، او خوړو په تېرولو کې د ستونزو له امله روغتون ته مراجعه کړې وه. ناورغ په دې وروستیو کې په سیمه کې د یوې چینې اوبه څښلې وې چې دغې موضوع د ناروغ په ستوني کې د پرازيټ(انګل) د شتون ګومان زیات کړی و. 

د FDL په ګډون له کره معایناتو وروسته تشخیص شو چې د ستوني په «ساینوس پيريفورم» برخه کې یو ژوندی جسم بند شوی. ډاکټران وايي دغه ژوندی جسم د اندوسکوپ کارونې او جراحي ټیم د مهارتونو په وسیله ژوندی او پرته له کوم خطر څخه وایستل شو. د ناروغ وضعیت د ډاډ وړ و او له وروستیو معایناتو ترسره کېدو وروسته له روغتون څخه رخصت شو.

Latest news

Mon, May 26 2025 11:06 AM
Background image

...

Sheikh al-Hadith Mufti Ihsanullah Abulfaizan, the President of Kabul University of Medical Sciences, met and discussed with a delegation from the World Health Organization (WHO). This. . .

BACK TO NEWS