د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان، د محصلانو چارو مرستیال استاد حمید الله عابد په ملتیا د پسرلني سمستر د پای آزموینو له بهیر څخه لیدنه وکړه.

دغه لیدنه د آزموینو د روڼتیا، په ټولګیو کې د آزموینو اصولو د تطبیق څرنګوالي او نظم په موخه ترسره شوه.
د پوهنتون رئیس په آزموینو کې د استادانو او کارمندانو له هڅو خوښي څرګنده کړه او هغوی یې د محصلانو په حضور لا زیات کوښښ، له روزنیزو فرصتونو څخه اغېزمنې ګټې اخیستنې او ريښتینولۍ ته وهڅول. نوموړي محصلانو ته د بریالیتوب هیله څرګنده او هغوی یې د هېواد راتلونکې پانګه وبلل.
همدا رنګه د محصلانو چارو مرستیال استاد حمید الله عابد د آزموینو له بهیر څخه د خوښۍ تر څنګ د روزنیزو شرایطو پر ښه والي د پوهنتون رهبرۍ ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ. نوموړي له محصلانو وغوښتل څو په پوره عزم سره د خپلو تحصیلي موخو پر لور حرکت وکړي.