د کابل طبي علومو پوهنتون د روغتیایي موسسو چارو مرستیال ډاکټر محمد هاشم ځاځي د کیور روغتون له رئیس ډاکټر یوسف خان کریمي سره د دوستانه اړیکو او دوه اړخیزو همکاریو د ځواکمنتیا په موخه لیدنه او خبرې وکړې.

IT_Director
Tue, Jul 01 2025 11:12 AM
به هدف ایجاد روابط دوستانه و تقویت همکاری های دو جانبه، دوکتور محمد هاشم ځاځی معاون مؤسسات صحی پوهنتون علوم طبی کابل با داکتر یوسف خان کریمی، ریس شفاخانه کیور دیدار و گفتگو کرد.

په دغه لیدنه کې ډاکټر محمد هاشم ځاځي دوه اړخیزې همکارۍ اغېزمنې وبللې او ویې ویل چې په هېواد کې د طبي زده کړو د لومړني مرکز په توګه د کابل طبي علومو پوهنتون تل هڅه کوي څو د افغانستان روغتیايي سکتور د ودې زمینه برابره کړي.

له بلې خوا په یاده لیدنه کې ډاکټر کریمي د تدریسي روغتونونو د اړتیا وړ طبي تجهیزاتو او درملو اخیستنې ترڅنګ هېواد ته د بهرنیو ډاکټرانو په را بلنه او د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند تدریسي روغتونونو د ډاکټرانو د ظرفیت لوړونې لپاره د بېلابېلو روزنیزو پروګرامونو د جوړولو ژمنه وکړه.  

د یادولو وړ ده چې په دغه لیدنه کې په دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وشو او د راډیولوژي، نسايي ولادي، عملیات خونو، نرسنګ، انستیزي، عاجلو مراقبتونو( ICU )، پلاستیک جراحي او نورو برخو کې د همکاریو دوه اړخیزې ژمنې  وشوې.

Latest news

Mon, May 26 2025 11:06 AM
Background image

...

Sheikh al-Hadith Mufti Ihsanullah Abulfaizan, the President of Kabul University of Medical Sciences, met and discussed with a delegation from the World Health Organization (WHO). This. . .

BACK TO NEWS