د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د میوند تدریسي روغتون د عاجل او سراپا (OPD) نوې برخې پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. دغه پروژه په یاد روغتون کې د روغتیایي خدماتو ښه والي، ناروغانو ته د آسانتیاوو برابرولو او په بېلابېلو برخو کې د ګڼې ګوڼې د کموالي په موخه

IT_Director
Wed, Jun 18 2025 12:33 PM
پروژه بخش جدید عاجل و خدمات سراپا (OPD) شفاخانه تدریسی میوند با هزینه مجموعی ۳.۴ میلیون افغانی تکمیل و به بهره‌برداری سپرده شد. این پروژه به هدف بهبود ارائه خدمات صحی، ایجاد سهولت برای بیماران و کاهش ازدحام در بخش‌های مختلف این شفاخانه عملی شده است.

  د میوند تدریسي روغتون رئیس ډاکټر مسعود احمدي په وینا په نوي جوړه شوې ودانۍ کې د ټولو ډيپارټمنټونو لپاره مناسب ځایونه په پام کې نیول شوي دي ترڅو ناروغان وکولای شي په آسانۍ سره اړوندو برخو ته د درملنې لپاره مراجعه وکړي. نوموړي ټینګار وکړ چې دغه ګام به د معیاري روغتیایي خدماتو کیفیت لوړوالي، د ناروغانو بيړنیو اړتیاوو ته د پر وخت ځواب ویلو او مراجعینو د  غوره کنټرول په برخه کې مهمه ونډه لري. 

له بلې خوا د میوند تدریسي روغتون رئیس ډاکټر مسعود احمدي وايي چې د یادې برخې په رغولو کې یې له خپلو داخلي امکاناتو څخه ډېره ګټه اخیستې او هڅه یې کړې ترڅو د بیت المال په پیسو کې له ۳۰۰ زره زیاتو افغانیو د لګښت مخه ونیول شي.

د دغه ودانۍ جوړېدل د کابل طبي علومو پوهنتون او میوند تدریسي روغتون د ټولیزو پروګرامونو په برخه کې د زېربناوو کیفیت ښه والی او خلکو ته د لاسرسي وړ خدماتو لوړوالی ښودل شوی دی.

Latest news

BACK TO NEWS