د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال استاد حمیدالله عابد په مشرۍ یوه پلاوي په علي آباد او ستوماتولوژي تدریسي روغتونونو کې د محصلان د ستاژ او عملي کارونو له بهیر لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې، چې د ستوماتولوژي، عامې روغتیا او محصلانو چارو چارواکو پکې ګډون درلود، د عصابو، بطن، عاجل جراحي او داخلې برخو ارزونه وشوه. له څارنې موخه د محصلینو د حاضرۍ ترتیب، د ستاژ شرایط، زده کړه یزې اسانتیاوې او په زده کړه یز چاپیریال کې د غیر مجازو کسانو له شتون مخنیوی و.
استاد عابد له ستاژرانو سره د لیدنې ترڅنګ دوی د نظم مرعات او له زده کړه یزو فرصتونو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې ته وهڅول. ستاژرانو د عملي روزنې بهیر د ښه کولو لپاره خپل نظرونه او وړاندیزونه هم له پلاوي سره شریک کړل.
دا لیدنه د عملي روزنې کیفیت لوړوالي او د محصلینو له ستاژ څخه د څارنه په برخه کې د پوهنتون رهبرۍ د پلانونو یوه برخه ده.