د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د سینې، زړه او رګونو ناروغیو انسټېټيوټ د تخصصي روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په چوکاټ کې د روان کال د غويي میاشتې په اوږدو کې د ۲۶ جراحي عملیاتونو په ترسره کولو بریالی شوی دی.

IT_Director
Tue, May 27 2025 11:43 AM
انستیتوت امراض صدری و قلبی‌وعایی پوهنتون علوم طبی کابل در ماه ثور سال روان، در چارچوب ارائه خدمات تخصصی صحی، موفق به انجام ۲۶ عمل جراحی گردیده است.

د یاد انسټېټیوټ مسوولینو له لوري د وړاندې شویو معلوماتو پر بنسټ د دغه عملیاتونو له ډلې ۱۱ یې لوی او ۱۵ نور یې د زړه او رګونو په بېلابېلو برخو کې تخصصي عملیاتونه دي چې په بریالي ډول ترسره شوي دي.  

په یادو عملیاتونو کې د زړه، شریانونو او سږو پېچلي او حیاتي موارد شامل دي چې د سینې، زړه او رګونو ناروغیو انسټېټیوټ د جراحي ټیم د تخصصي مدیریت او هڅو له امله په اغېزناک ډول ترسره شوي دي.

Latest news

BACK TO NEWS