کابل طبي علومو پوهنتون په انګړ کې د لسګونو زینتي بوټو او ګلانو اېښودل

IT_Director
Sat, May 10 2025 3:27 PM
کابل طبي علومو پوهنتون په انګړ کې د لسګونو زینتي بوټو او ګلانو اېښودل

د پوهنتون په انګړ کې په لسګونو رنګا رنګ ګلدانونو کې د ګلونو او زینتي بوټو په اېښودلو سره په پوهنتون کې یوه په زړه پورې او آرامه فضا رامنځته کړې ده. 

د دې نوښت موخه د شنې فضا رامنځته کول، د استادانو، محصلانو او کارمندانو ترمنځ د هڅونې او ذهني آرامتیا زیاتول دي. 

په دې نوښت سره، د کابل طبي علومو پوهنتون هڅه کوي چې د چاپیریال دوستۍ کلتور په هڅولو سره د طبیعت پر وړاندې د مسؤلیت احساس پیاوړی کړي.

Latest news

BACK TO NEWS