د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون په ۱۴۰۳ هـ ش کال کې د جراحي عملیاتونو او سراپا ناروغانو په درملنه کې د پام وړ زیاتوالي شاهد و.

IT_Director
Tue, Mar 25 2025 9:01 AM
شفاخانه تدریسی میوند پوهنتون علوم طبی کابل در سال ۱۴۰۳ شاهد افزایش قابل توجه در تعداد عملیات‌های جراحی و تداوی مریضان سراپا بوده است.

د وړاندې شویو شمېرو له مخې یاد روغتون په تېر یوه کال کې له ۳ زره  زیات جراحي لوی او واړه عملیاتونه په بریالیتوب سره ترسره کړي او د نږدې ۳۰۰ زره ناروغانو لپاره یې سراپا روغتیایي خدمات وړاندې کړي دي.

د یادولو وړ ده چې د ناروغانو دغه زیات شمېر ته رسېدنه د روغتیایي کارکوونکو د زیاتو هڅو، د خدماتو رسونې ظرفیت او طبي تجهیزاتو د ښه والي له امله ترسره شوې ده.