د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند نسايي ولادي تدریسي روغتون د ا.ا له راتګ وروسته په روغتیایي خدمتونو کې د پام وړ بدلونو او پراختیاوو شاهد دی

چې دغه پرمختګونه او پراختیاوې د محصلانو د ښې روزنې، د روغتیایي خدمتونو کیفیت ښه والي او د لا زیاتو ناروغانو منلو په موخه ترسره شوي.
د دغه روغتون د معلومات پر بنسټ، د لابرتوار، درملتون او VIP اتاق برخې بیا رغېدلې او پر طبي توکو مجهز شوې؛ همدارنګه د نویو زېږېدلیو ماشومانو د جدي څارنې (ICU) برخه، د اکسیجن سنټر سپلای او مجهز کتابتون په روغتون کې زیات شوي دي.
د روغتون د زیربناي برخو له پرمختګ سره، د بسترونو تعداد له ۱۵ څخه ۳۰ ته زیات شوی چې ناروغانو ته یې د ښې درملنې او باکیفیته خدمتونو زمینه برابره کړې ده.
له دې سره سم، ډېری ناروغان او مراجعین د روغتون له چوپړتیاوو خوشحالي څرګنده کړې او د لا ښه روغتیایی خدمتونو غوښتنه یې کړې ده.